تاند: د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بحث له وخته مخکې خبره ده، ځکه دا کار د افغانستان په وضعیت پورې اړه لري او دوی لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.
ډانفورډ پرون ناوخته له خبریالانو سره ویلي، ځواکونه به یې تر هغو افغانستان کې پاتې شي تر څو افغان ځواکونه له تروریزم سره د مبارزې بشپړ ظرفیت پیدا کړي: (( دا چې افغان ځواکونه کله دې مرحلې ته رسېږي په دې اړه څه نه شم ویلی.))
ډانفورد زیاته کړې، د سولې هر ډول هوکړه به له افغان حکومت سره په توافق مخته وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر هم درې ورځې وړاندې وویل چې دوی له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو ته هیڅ بیړه نه لري نه هم په دې تړاو کوم مهالویش شته.