تاند: په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې یو ځل بیا ویلي چې ناټو به د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.
نوموړي ویلي د سولې تر هوکړې وروسته به هم د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
نیکولاس کې په خپلو خبرو کې اندیښنه ښودلې چې لا هم افغانستان د ترهګریزو ډلو له فعالیت څخه پاک نه دی او د دوی تعهد دا دی چې تر هغه به په افغانستان کې پاتې کیږي تر څو په افغانستان کې دا خطر له منځه لاړ شې چې دلته نورې تروریستې ډلې نشته .
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې په دوحه کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړه لیک امضا شي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې له افغانستانه د خپلو سرتیرو وتلو ته هیڅ بیړه نلري او د اړتیا په صورت کې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي
تازه تیره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دوی لا هم د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا لري.