له هلمنده د پیل شوي سولې ولسي حرکت رسنیو ته په خبرو کې تازه ویلې چې ، چې د سید رحیم امید په نوم د دغه حرکت یو غړی طالبانو په هلمند کې ۹ ورځې په بند کې ساتلی او شکنجه کړی یې دی

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست ویلې، طالبانو سید رحیم ته ګواښ کړی که له دغه غورځنګ سره بیا یوځای شي نو وبه وژل شي

هغه زیاته کړي ښاغلي امېد ته ویل شوي، چي موضوع به پټه ساتي او له سیمي څخه به کډه کېږي، که چېري سرغړونه وشي، دی او د کورنۍ نور غړي به ئې ووژل شي

وطندوست وایي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د سولي ولسي حرکت له غړو سره ناسم چلند او تاوتریخوالی کوي

د وطندوست په وینا چې له دې مخکي هم د دغې ډلې غړو په پکتیا، هلمند، غزني زابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د سولې د ولسي حرکت غړي ګواښلي او فزیکي او روحي شکنجه یې ورکړې ده

د سولې ولسي حرکت وایي ،د سولې ولسي حرکت غړو ځکه د طالبانو له لوري داسې شکنجې زغملي چې خدای مه کړه د سولې روانو خبرو ته زیان ونه رسېږي خو اوس ځکه موضوع رسنیزه کوي، چي خبره تر زغم ووتله

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي د سولې ولسي حرکت تیر کال په هلمند ولایت کې خلکو ته د سولې د پیغام رسولو په موخه فعالیت پیل کړ او د کابل په ګډون یې د افغانستان یو شمیر نورو ولایتونو ته هم پلي سفرونه وکړل د دغه حرکت غړي په داسې حال کې د وسله‌والو طالبانو له تاوتریخوالي او ناسم چلند څخه شکایت کوي، چې د دغې ډلې استازي په دوحه کې له امریکايي استازو سره په نهم پړاو مذاکراتو کې بوخت دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *