تاند:کابل ښاروالۍ وایي د کابل ښاروالۍ او د کابل زرغونتیا اداري نن په یوه ګډه ناسته کې تصمیم ونیوه چې د هوايي ډګر پر واټ د ۲۴ ونو پرې کولو په غبرګون یو امریکايي امنیتي شرکت نږدې اتیا زره ډالره جریمه کړي.
د کابل ښاروالۍ د هرې ونې د روزنې چارو، لګښت او عمر له ارزونې وروسته دا شرکت ۵ اعشاریه ۷ میلیونه افغانۍ چې نږدې اتیا زره امریکايي ډالر کېږي جریمه کړي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا د برخې مشر شیرشاه امیري وايي، د امنیتي تلاشۍ په خاطر دا کار له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، خو د ښاروالۍ سره په بې همغږۍ ترسره شوی دی.
د ښاروالۍ په وینا د نهمې او لسمې ناحیې ترمنځ په دې سیمه کې د سکېنر جوړولو چارې هم د دې سیمې اوسیدونکو له اعتراضونو وروسته ځنډول شوي.
د کابل په ښار کې دې کار په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي
د سیمې اسیدونکي هم نن د پنجشنبې په ورځ د اعتراض په بڼه دې واټ ته رواتلي وو.
د کابل ښاروالۍ هم دا مني چې ونې پرې کوونکو د ښاروالۍ لباس څخه په استفادې دا کار کړی، خو وايي، دوی په کې نه دي ښکېل او اوس دلته د سکېنرو د جوړولو چارې هم درول شوي دي.
.
د ‘لکي ډیانا’ په نوم امریکايي شرکت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کابل امنیه قوماندان روشندل رسنیوو ته ویلې دا سیمه د ګرین زون یا شنې ساحې اړوند ده چې په کې امنیتي سکېنر لګول کېږي.
ښاغلی روشندل وايي، د سکېنرو لګولو قرارداد د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو برخه کوي
تر اوسه دغه امریکایي شرکت د ښاروالۍ ددې غبرګون په اړه څه ندې ویلې.