د علومو او فنونو د اکتساب لپاره د یو شمېر اساساتو او فرمولو سره اشنایي اړینه ده او سیاست چې د فنونو او مهارتونو په ردیف کې واقع دی، نو د ټولنې له اړتیاوو او د چاپېریال له څرنګوالي څخه خړوبېږي او سرمنشأ اخلي. یعنې بریالی سیاست هماغه دی، چې د یوې ټولنې نبض، اړتیاوې، شونتیاوې او عیني حقیقتونه پکې نغښتي وي او چې کله هم یوې ټولنې ته سیاست له بېرانه څخه واردېږي، نو هماغه دی چې د دا ډول سیاست مېوه هم په بېرانه کې څکل کېږي.
موږ او زموږ سیاست له همداسې یو کشمکش سره مخامخ دی، چې آن تر ایډیالوژیو پورې له بېرانه څخه واردوو او عملاً وینو چې ګټه یې هم بېرانه ته ورستنېږي.
اوس چې ټاکنې مخته راروانې دي، نو زموږ سیاستوالو بیا شرق او غرب ته سترګې نیولي دي، چې که د ټاکنو لګښتونه یې د یوې معاملې په ترڅ کې ورسره ومني…
د افغانستان له انقلاب سره له پیله عربي او روسي سیاستونه را وارد شول او بیا د یو دود په بڼه ایران او پاکستان د سیاستونو د را واردلو پروژه په اجاره واخېسته. چې نن یې موږ وینو چې ګټه یې هم همدوی ته ورسېده، په دې مانا چې په خپل څنګ کې یې د افغ��نستان په څېر زمری بې غاښونو کړو او د څو جعلي سیاستوالو په مټ، چې یادې پروژې یې دلته تطبیقولې، نن پاکستان او ایران دواړه اتومي هېوادونه دي او د زمکنۍ پراختیا خوبونه ویني.
زموږ ملي اساسات د همدغو وارداتي سیاستونو قرباني شول، تعصب، تبعیض، سپکاوی، چوراو تالان، فرهنګي یرغلونه، زمکنۍ بشپړتیا ته ورپېښ ګواښونه، د صنعت او برېښنا د تولید مخنیوی او داسې نور په لسګونو موارد د همدې وارداتي سیاست قرباني شوي دي.
دا طبیعي خبره ده چې هر هېواد باید له خپلو ملي اساساتو څخه دفاع وکړي؛ اما چې کله ورته د دفاع ځواک د پردیو له خوا انتخابېږي نو د هغې د دفاع بڼه هم داسې وي لکه له پردیو اساساتو څخه چې دفاع کوي او په داسې دفاع کې د بریالیتوب تصور ګران وي.
زموږ څه دپاسه دېرش کلونه وشول چې د همدغو وارداتي سیاستونو په لوبه کې وژل کېږو او کورونه مو راړنګېږي، مګر په دې اړه مو کله هم سوچ نه دی کړی چې اخر ولې موږ د خپلې ټولنې حقیقتونه او عیني واقعیتونه د خپلو سیاستونو لپاره مصدر نه ګرځو؟
د افغانستان د ړنګېدا پړاونو ته که ځېر شو نو هر پړاو کې سرونه او سیاستونه له بېرون څخه راباندې تحمیل شوي دي، د بېلګې په توګه، کمونیستانو له مسکو څخه او مجاهدینو له ایران او پاکستان څخه، طالب له پاکستان څخه او اوسني نظام کې سیاستوالو له لویدیزه سرچینه اخېستې ده.
په دغو سیاستونو او سیاستوالو کې داسې ښاغلي هم شته چې هېڅ سیاسي ایډیالوژۍ ته ګروهمن نه دي، پرون د روسانو سره کتار کې ولاړ وو او نن د لودیز ډول ته ګډېږي، چې دا ډول سیاست والو ته په عام عرف کې سیاست دانۍ ویلای شو ځکه د یو خالي ظرف په توګه کله د یوه ایډیالوژي په ځان کې منډي او کله د بل په اصطلاح کټ مټ د بډه بېرې بس ته ورته صورتحال دی، دې ته نه ګوري چې څوک یې پر اوږو ورسپور شوی، مګر له دوی سره دا مطرح ده چې څوک ورته مادي امکانات ورکوي. بس د هماغه د اهدافو د پوره کېدو لپاره د خپل ولس پر مرۍ چړې ږدي او په دې کې نه دي چې د هېواد برخلیک پر کوم لوري روان دی.
په یوه ټولنه کې د سیاستونو رقابت د ملي منافعو څخه د دفاع په انرژۍ پر مخ ځي؛ اما دلته د ملي منافعو پر ځای شخصي منافع مطرح کېږي او هر یو زیار باسي چې دلته د سیاست په نامه د نورو اهدافو ته چوپړ وکړي او خپل جیبونه ډک کړي، له بده مرغه دغه رقابت دومره بدرنګ پړاو ته رسېدلی چې یو مو کلتور پلوري، بل مو تاریخ پلوري، بل مو جغرافیه پلوري او یو شمېر مو د هویت د مسخ کولو په هلو ځلو کې دي.
زموږ سره سوال دادی چې تر اوسه مو نه دي اوریدلي چې زموږ سیاستوالو یا نهره شپه تېره کړه او یا یې لمر او ګرمۍ ورمېږ وسیزه، بلکې هر یو وینو چې میلیونران شول. دا معاملې سړی حیران کړي چې دلته خو امن نشته او زموږ ضروت امن ته دی، خو امن او سوله دلته وده نه کوي پرعکس خلک له فقر او غربت څخه مازیګر ویده کېږي؛ اما سیاستوال یې په بیرونیو هېوادونو کې د همدي فقر ځپلو په سرنوشت ګټلې پیسي په سوداګریو لګوي، اولادونه یې د افغانستان له معیار سره سمې زده کړې ځان ته شرم بولي. دوی د هېواد دننه په تدریجي بڼه د هېواد پلورلو کار ته ملي رسالت ویلای.
دا خو د سیاستوالو ستونزه ده؛ اما دا په میلیونونو بد ژونده افغانان چې د همدغو سیاستونو په پایله کې د بدبختیو او ناورینونو کوربانه ګرځېدلي دي، کله هم خپل وجدان ته مراجعه نه کوي، چې ولې موږ ددغو خیانتونو په مرستندویه عواملو کې راځو؟ او ولې په ځان کې دا جرأت نه پیدا کوو چې تور ته تور او سپین ته سپین ووایو.
زموږ په باور ترڅو چې په خلکو کې دا شعور بیدار نه شي چې د خپل تقدیر په بدلون کې ونډه واخلي، نو ډېره به ګرانه شي چې په دغو وارداتي سیاستونو مو بده ورځ را سمه شي او یا نیکمرغۍ ته یو ګام ور نېږدې شو.
موږ پر خپل مؤمن او مسلمان ولس یو وار بیا غږ تازه کوو، چې ټاکنې د برخلیک ټاکونکې دي او د خپل برخلیک په ټاکنه کې صادقانه ونډه واخلﺉ ، هغه چاته رایه ورکړﺉ چې له بېرانه څخه ورته سیاسي سیروم نه وي راچالان او د هېواد د ښېرازۍ تصور ورسره مل وي.