راپور: عمران (تسل)

نېټه:  ۱۳۹۸/وږي/۸مه

سپین‌غر ادبي بهیر ملګرو  (۲۴) اوونیزه ادبي ناسته د خوږیاڼيو ولسوالۍ د (سپین‌غر ادبي بهیر)د غونډو پۀ تالار کې ترسره کړه.

 د دریځ چارې یې  جانان (خدرخېل) سمبالولې او د احسان الله “شمس” لۀ لوري د قرآن عظیم الشان  د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه. د مشر مېلمه څوکۍ سید محمدکریم “سادات” ته ځانګړې شوې وه، چې د کوربه پر څوکۍ ورسره ددې بهیر مشر محمد صدیق “خوږیاڼي” ملتیا کوله. د تېرې ناستې راپور د راز “خوږیاڼي” په نه شتون کې عمران “تسل” ولوست، چې ځینو ملګرو پرې رغنیز نظرونه ورکړل.

استاد رحیم الله “ارماني” وویل: په راپور کې د (نیوکې او وړاندیزونو) پرځای که اصلاحي الفاظ وکارول شي ښه به وي.

د پیلیزې وینا لپاره د بهیر مشر محمد صدیق “خوږیاڼی” دریځ ته وبلل شو، هغه په خپلو خبرو کې په شاعرانو ملګرو غږ وکړ؛ که په شعر کې د اصلاح او سمون لپاره کار کوي نو اړینه ده چې په عمل کې یې هم ښکاره کړي.  شاعران د ټولنې سترګې دي، دوی د فکري پیاوړتیا ترڅنګ باریک بین هم دي؛ هغه نیمگړتیاوې چې دوی یې لیدلای او سمولای شي، عادي خلک ترې محروم دي. ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه، چې په ګروپ کې باید ملګري په راپور خپل نظرونه او اندونه د اصلاح او سمون په موخه شریک کړي او تاکید یې وکړ؛ ملګري باید غیرحاضري ونه کړي، بهیر د پوهې د لوړوالي په موخه جوړ شوی، ټول ملګري باید په وخت بهیر ته راشي.

د غونډې په درېیمه برخه کې خوشال “دُراني” د ژمنې سره سم د (د پښتو معیاري لیک‌دود) په برخه کې د برابر شوي لېکچر یوه برخه ملګرو ته وړاندې کړه، دا چې موضوع پراخه وه، نو نورې برخې یې راتلونکو غونډو ته پاتې شوې. همدارنګه بهیروالو هم لېکچر خوښ کړ او غوښتنه یې کوله چې په بهیر کې دې داسې ګټور لېکچرونو ته پوره وخت ورکړل شي.

له لېکچر وروسته ازاده مشاعره وشوه چې هر یو احمد نظري، سید محمدکریم سادات، جمشېد تکل، مسکینیار دانش، سنګر جانان‌خېل، رحیم الدین رحیمي، محمدعارف خوږیاڼي، احسان الله شمس، خوشال دُراني، محمدغوث نوري، رحیم الله ارماني، هدایت الرحمن ډاډ، عرفان حیدري، عمران تسل، عارف الله نېکمل، ګل حیدر همت، بریالي ملنګ، وسیع الله ګوهرخېل، پروېز نوري، نسیم الله ارین، محمد سلیم عزیزي، استاد هارون نوراني، عبدالصبور عزت او استاد محمد رازق ځلاند پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو له لوري یې پۀ تودو چکچکو هرکلی وشو. یاده دې وي چې مشاعره د ځینو ترنم ویونکو خوږو او شرنگېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

له ازادې مشاعري وروسته استاد محمدرازق “ځلاند” د غونډې ارزونې په موخه دریځ ته وبلل شو چې په ټوله کې یې غونډه خوندوره او مثبته ارزیابي کړه، ښاغلي ځلاند و ویل د (دُراني) صاحب له لوري برابر شوی لېکچر ګټور او خوندور و، تر ډېره یې د ملګرو علمي کچه خړوبه کړه، تر څنګ یې د (جانان خدرخېل) ویاندویي هم وستایله چې په وینا یې ملګري یې خوښ او غونډه یې منظمه وساتله، دا نو د ویاند ځانګړي هنرونه دي چې خدرخېل صیب پرې برلاسی و.

د یادونې وړ ده چې د راتلونکې اوونۍ لپاره (جانان خدرخېل) ژمنه وکړه چې خپل غزل به کره کتنې ته وړاندې کوي.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد محمد سلیم “عزیزي” پۀ دعایه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *