ليکنه: حذيفه هلال
د چاپيريال ساتنې کوچنۍ فعاله ګريټا ثنبرګ نيويارک ښار ته ورسېده. ثنبرګ په ۲۰۱۸ ز کال کې هغه مهال له ښوونځي د لنډې دمې د اخيستو پرېکړه وکړه، چې کله هغې د اقليم بدلونونه درک کړل او د سويډن د پارلمان مخې ته يې احتجاج پيل کړو.
دا په داسې حال کې وه چې په سويډن کې په تيرو ۲۶۲ کلونو کې تر ټولو ګرم اوړى په دې کال کې راغلی و. د نوموړې دې کار د رسنيو توجه ځانته واړوله چې په دې سره نورو زده کوونکو هم خپلو ټولنو او ښوونځيو کې ورته احتجاجونه پيل کړل.
دوى بيا په ګډه يوه ټولنه جوړه کړه او نوم یې ورته (د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ښوونځيو احتجاج) کېښود.
وروسته له هغې چې ثنبرګ په ۲۰۱۸ ز کال کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون کنفرانس ته وينا وکړه، د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په ښوونځيو او نورو ټولنو کې د اقليمي بدلون په خلاف احتجاجونه پيل شول.
ثنبرګ له دې مخکې د همدې کال په مې مياشت کې د سوينسکا ډګبليډيټ سويډنۍ ورځپاڼې له خوا د اقلیمي بدلون په اړه ترسره شوې د مقالو لیکلو سیالي وګټله، ددې مقالې په يوه برخه کې يې ليکلي وو: ((زه غواړم ارام احساس وکړم، خو زه څنګه داسې احساس وکړم په داسې حال کې چې موږ د انسانيت په تاريخ کې له غټو خطرونو سره مخ يوو.))
ثنبرګ مستقيمې خبرې کوي، هغه که د نورو خلکو په وړاندې وي او يا د سياسيونو.
هغه خپل کار ته ژمنه ده، تر دې چې په کور کې يې په خپل ځان او مور او پلار هم د ژوند کولو طريقې بدلې کړې دي او د چاپيريال خيال يې ساتلى دی.
ثنبرګ په ۲۰۱۹ ز کال کې Time ورځپاڼې د راتلونکې رهبرې په نوم ياده کړه او اضافه يې کړه چې ډېری ځوانان او پيغلې هغه ځان ته رول ماډله ګڼي؛ نوموړې ورځپاڼې ثنبرګ په ۲۰۱۸ ز کال کې د نړۍ د ۲۵ اغېزناکو شخصيتونو له جملې وګڼله او په ۲۰۱۹ ز کال کې يې د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو شخصیتونو په ډله کې راغله.
کوچنۍ فعاله د اګسټ مياشتې په اته ويشتمه نېټه نيويارک ښار ته په داسې حال کې ورسېده چې په اتلانتیک سمندر کې ۴۸۰۰ کیلومټره فاصله یې په ۱۵ ورځو او شپو کې په داسې حال کې ووهله چې حد اقل صفر سلنه کاربن ګاز نه تولیدېده.
بېړۍ ته تر ختلو وړاندې هغې بي بي سي ته وویل: ((په بېړۍ کې سفر ددې ښکارندويي کوي، چې اقليمي بدلونونه ريښتيني دي.))
هغه چې کله نيويارک ته ورسېده، نو د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه ترې وپوښتل شول، که چيرې وکړاى شي او هغه د اقليمي بدلونونو په اړه غوږ ايښودو ته راضي کړي، نو څنګه به وي؟ ثنبرګ ورته په ډېر لنډ ډول وویل: ((نه، زه دومره خاص نه يم چې هر څوک قانع کړم، زه چې د کوم هدف لپاره راغلې يم هماغه به مخته وړم؛ خو ولسمشر ټرمپ ته زما لنډ پيغام دا دى چې هغه دې ساينس ته غوږ کيږدي، هغه اوس دا کار بیخي نه کوي او په مخالف جهت یې روان دی.))
هغې د سپټمبر په ۲۳ ملګرو ملتونو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه وینا وکړه او له دې وروسته به په ډسمبر میاشت کې چیلي ته ځي او هلته به د اقلیم په اړه کنفرانس کې برخه اخلي.