تاند، تازه تعقیب: دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کندز ښار د وسله والو طالبانو د تېرې شپې بریدونه دفعه کړي دي

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ، چې طالبان د کندز ښار مرکزي روغتون ته داخل شوي او افغان ځواکونه هڅه کوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په هدف یې پر ضد په احتیاط سره عملیات پیل کړي

هغه وایي دښمن په هغو ځایونو کې ځای نیولی دی، چې هلته عام خلک دي،په روغتون کې یې ناروغان یرغمل کړي

نوموړي زیاته کړه، چې د جګړې تر پیلېدو وروسته افغان او نړیوالو ځواکونو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي، چې پرمهال د کندز ښار په زاخېلو سیمه کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي ، جګړه اوس هم روانه ده، چې د اوږدېدو اصلي لامل یې د ملکي تلفاتو مخه نیول دي

ښاغلی احمدزی وایي، د جګړي سیمې ته د کندز د ګاونډیو ولایتونو سرتېري هم رسېدلي چې د جګړې په مهارولو کې به د ځايي سرتېرو سره مرسته وکړي

تیره شپه یوه نیمه بجه وسله والو طالبانو د کندز پر ښار له څلورو خواو څخه سخته جګړه پیل کړه چې د افغان چارواکو په وینا اوس هم روانه ده

د کندز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني له دې مخکې رسنیوو ته ویلې وه چې وسله والو طالبانو د نیمې شپې راپه دیخوا د ښار پر کمربندي امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي، خو امنیتي قواوې د طالبانو له جګړې خبر وې او بشپړ تیاری یې نیولی دی

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټويټر لیکلي، چې د کندز ښار له ځینو برخو افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي، نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونو لومړیتوب د ملکي وګړو ساتنه ده

طالبانو د دفاع وزارت د ویاند د وروستیوو خبرو په اړه څه ندې ویلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *