تاند: د سرپل ولایتي چارواکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې یو بزګر دغې ډلې ته د خپل پټي له غلې دانې څخه د عشر د نه ورکولو په ګناه وژلی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، پیښه پرون ماسپښین د سرپل ولایت په مرکز مغل کلي کې شوې او طالبانو د سیدعبدالله په نوم یو بزګر د عشر نه ورکولو په جرم په ډزو ویشتلی دی.
د چارواکو په وینا طالبانو څه موده وړاندې هم د هغو بزګرانو پر یو درمند ډزو کې درې کسان وژلي وو چې دوی ته یې له باج ورکولو انکار کړی او د محلي پولیسو قومندان یې پرې راخبر کړی و.
مسوولان وايي، طالبان د سرپل هغو سیمو کې چې تر واک او نفوذ لاندې یې لري له خلکو څخه په زوره عشر ټولوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په سرپل کې د بزګر د وژلو خبر رد کړی دی.