افغان کارګر وايي، د کاري خدماتو، د استخدام شفافو اُصولو او وظيفوي مصئونیت نشتوالي اندېښمن کړي دي.
سره له دې چې افغانستان کې ګاونډي سفارتونه کارګرو ته په ډېره سختۍ ويزې ورکوي، خو افغان کارګر ترجيح ورکوي، چې ايران يا پاکستان ته په ناقانونه توګه ولاړ شي.
د کارګرو افغان ټولنو چارواکي وايي، د ۲۰۱۴ کال له بحراني اوازو سره د افغان کارګرو کاري فرصت څلوېښت سلنه زيانمن شوی او زياتره يې د توليدي کارخونو کارګران وو، چې رخصت شوي دي.
د افغان کارګرو لپاره ورځ تر بلې په هېواد کې د شرایطو سختېدو دوی ناهیلي کړي او د کاري بحران دوام هم په شته کارونو بده اغېزه کړې ده.
د افغانستان د کارګرانو اتحاديې مشر معروف قادري محور ته وويل، چې د کاري مصئونیت نشتوالي په کاري فرصت بد اغېز کړی دی :((کارګران بيمه نلري، د کار له ختم يا تقاعد سره د کارګرو لپاره هېڅ امتياز نشته، کاري مصئونيت نشته. کارګر په کټه ګوریو ندی وېشل شوي، چې څوک باید څومره کار وکړي او څومره باید د کار فرما تر شرایطو لاندې وي؟))
تقاعد او د کاري امتیاز نشتوالی هغه نور مسایل دي، چې کاري فرصتونو ته یې زیان اړولی دی.
د تقاعد لپاره د کاري طرحې په یوه څنډه کې راغلي: ((د کارګرو له میاشتني معاش څخه باید درې سلنه پیسې وګرځول شي او د کارګرو د معاش اته سلنه به اداره په خزانې کې جمع کوي، چې د کار له ختم وروسته ورته د یو امتیاز په ډول ورکړل شي.))
بلخوا د ۲۰۱۴ کال اوازو هم له افغانستان نه د شته کاري ځواک د فرار تر ټولو لوی دلیل ښودل شوی، چې د رسمي احصایو پر بنسټ یې څلوېښت سلنه کاري فرصت زیانمن کړی دی.
په ورته وخت کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري وايي، افغانستان دا مهال١٠ ميليونه کاري ځواک لري، چې څلور ميليونه يې وزګار دي.
د نړیوالو معیارونو په اساس، کاري ځواک د ۱۵ ـ ۶۵ کلونو ترمنځ کسان حسابېږي، چې کم عمره او متقاعد کسان پکې نه راځي.
د کارګرانو ټولنه د افغان کاري ځواک شمېر ١٥ ميليونه تنه یادوي، چې ښځې او په بهرنیو هېوادونو کې کډوال هم پکې حسابوي :((ددغه شمېر۵۰۰ زره کسان یې په دولتي سکتور کې او دوه نيم ميليونه یې په خصوصي سکتور کې په کار بوخت دي، خو ۱۲ ميليونه يا وزګار دي او يا هم په اونۍ کې تر ۴۰ ساعتونو کم کاري فرصت لري.))
د افغان کارګرو په اړه وروستۍ احصایې ښیي، چې په تېرو څلورو کلونو کې بهرنیو او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته د دوی د ورتګ شمېر لوړ شوی دی.
سره له دې چې د ګاونډیو هېوادونو سفارتونه افغان کارګرو ته په اسانه ویزې نه ورکوي، خو دوی ترجیح ورکوي، چې ان په قاچاقي لارو ولاړ شي.
په افغانستان کې ۴ میلیونه کسان وزګار دي، خو رسمي شمېرې ښیي، چې تر ١٢٠ زرو بهرني کارکونکي په بېلابېلو برخو کې په کار مصروف دي.
د بېکارۍ د بحران له منځه وړو په موخه تېره میاشت (اکتوبر) د افغانستان د کارګرو ټولنه یا امکا (ITUC) وتوانېده، چې د کارګرانو د نړيوالو اتحاديو د کنفدرېشن غړيتوب خپل کړي.
په دغه نړيوال کنفدرېشن کې ۳۰۴ ټولنې له ۱۵۳ هېوادونو ګډون لري، چې ۱۶۰ ميليونه غړي لري.