تاند، شنبه، د سنبلې نهمه: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو بل ته سپکې سپورې وايي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په سږنیو کمپاینونو کې د شویو سرغړونو په تړاو ورته ۳۲ بېلابېل شکایتونه رسېدلي دي چې ځینې یې جدي دي او ممکن د دې لامل شي چې د نوماندانو سیالۍ تر یوې اونۍ یا تر دې هم زیاتې مودې لپاره وځنډوي.
د دغه کمېسیون چارواکي وايي، ډېر شکایتونه د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ډلو په تړاو دي چې د یو بل پر ضد یې ثبت کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي سید قطب الدین رویدار رسنیو ته وویل، له دولتي امکاناتو ګټه اخېستل او د یوه او بل پر وړاندې سپکې سپورې هغه قانوني سرغړونې دي چې موږ ته یې په اړه شکایتونه را رسیدلي.
دا چې په دې ۳۲ رسمي شکایتونو کې یې څومره جدي دي، نوموړی وايي ځینې یې قانون ته او د کمېسیون تګلارو ته درناوی نه لري چې د ده په وینا د دوی پر وړاندې کمېسیون بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.
ښاغلی رویدار وايي نغدي جریمې، جدي خبرداری، سپارښتنې، اصلاحي غوښتنې په کې شته او ځینو لوړپوړو کاندیدانو ته یې کمیسیون جدي خبرداری هم ورکړی دی: کمېسیون مخکې تر مخکې طرزالعملونه جوړ کړي او موږ د قانون په چوکاټ پرې عمل کوو.))
دی وايي، دولت جوړوونکي او د ثبات او همپالنې ټیمونو ته جدي خبردرای ورکړل شوی چې دوی یو پر بل زیات شکایتونه ثبت کړي او ډېری یې مستند دي.
څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو منډې ترړې پیل شوې دي، خو نه یوازې اوس بلکې له دې مخکې هم شکایاتو کمیسیون بار بار له کمپایني اصولو سرغړوونکو ته خبرداري ورکړي خو تر اوسه عملي څه نشته.
تر دي دمه دغو ټاکنیزو ټیمونو په دې اړه څه ندې ویلې.