تاند، شنبه د سنبلې ۹مه؛ د کندوز امنیتي چارواکي وایي فعلاً د کندز امنیتي وضعیت په عادي حالت کې دی او د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران اسدالله خالد او مسعود اندرابي هم دغه ولایت ته ور رسیدلي دي.
ویل کیږي چې په دغه ولایت کې وسلوالو طالبانو ته سخته ماتي خوړلې او له جګړې په شا شوي دي.
دفاع وزارت وایي په دغه جګړه کې له تیرې شپې راهیسې ۵۶ طالبان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
د کندوز جګړه چې تیره شپه یوه نیمه بجه د وسله والو طالبانو له لوري په دغه ښار له څلورو خواو څخه پیل کړه چې د حکومت په وینا د طالبانو په سختي ماتي پاي ته ورسیده.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن سهار په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، طالبان د کندوز ښار مرکزي روغتون ته داخل شوي او افغان ځواکونه هڅه کوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په موخه په احتیاط سره عملیات پر مخ یوسي.
بل لور ته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلې چې د طالبانو له بریدونو معلومیږي چې دغه ډله لا هم سولې ته اماده نه ده.