تاند: د امریکا د متحده ایالاتو د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو د طراح خالد شیخ محمد د محاکمې لپاره نېټه اعلان کړه.
خالد شیخ محمد به د ګوانتانامو په نظامي محکمه کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ په ۱۱مه نېټه له څلورو نورو کسانو سره یو ځای محاکمه شي.
په دغو کسان د ترهګرۍ او د نږدې درې زرو کسانو د وژلو په ګډون د جنګي جرایمو تورونه دي.
په نیویارک، واشنګټن او پنسلونیا کې له مرګوني بریدونو نږدې شل کاله وروسته دا لومړي کسان دي چې محاکمه کېږي، او که پړ وپیژندل شي، ټول به د مرګ له سزا سره مخ شي.
خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په پاکستان کې ونیول شو او وروسته په کیوبا کې د امریکا د ګوانتانامو زندان ته واستول شو او هلته پرې رسما ً د بریدونو تورونه ولګېدل, خو د هغه د محاکمې هڅې بیا بیا له خنډ سره مخ شوي دي.
پنټاګون مخکې ویلي وو چې خالد شیخ محمد له الف څخه تر یا پورې د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو پر مسؤلیت اعتراف کړی و.
په دغه فعالیتونو کې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د اندونیزیا په بالي کې پر نایټ کلب بمي برید، په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د نړۍ د سوداګرۍ پر مرکز برید، د امریکایي ژورنالېست ډانیل پېرل وژنه او په ۲۰۰۱ میلادي کې په بوټ کې د یوه ځای پر ځای شوي بم له لارې د یوې الوتکې د غورځولو ناکامه هڅه شامله ده.
خالد شیخ محمد تور لګولی چې هغه په کیوبا کې د بند پر مهال په پرلهپسې ډول ربړول شوی دی.