تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰ مه: د امریکا د تکزاس ایالت په لویدیځ کې وسله وال برید شوی چې پکې پنځه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

رپوټونه وايي دغه بریدګر په موټر کې سپور او له همدغه ځایه یې پر عامو خلکو ډزې کړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، پولیسو موندلې چې برید یوه ۳۵ کلن سپین پوستي سړي کړی او دوی پېژندلی خو تر څېړنو به یې نوم او نور جزیات خپاره نه شي.

دغه پېښه د امریکا پر وخت تیره ورځ له غرمې وروسته د اودیسه او میډلنډ ښارونو ته نژدې سیمه کې شوې.

په لومړیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې یو بل وسله وال هم د برید تکل لري او پولیسو هم ویلي وو چې د دویم بریدګر په اړه څېړنې روانې دي، خو له پېښې څو ساعته وروسته پولیسو وویل، نژدې باور لري چې عامو خلکو ته بل ګواښ نشته.

د پولیسو یوه ویاند رسنیو ته ویلي، په دې برید کې ۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپيان دي.

دا په امريکا کې لومړۍ پېښه نده بلکې له دې وړاندې هم څو ځله دغه ډول پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله یې له ځان سره لرله.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هکله خواشيني څرګنده کړې او امنيتي ځواکونو او چارواکو ته يې د پيښې د ښې پلټنې سپارښتنه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *