تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: په کندهار کي د شلو ځوانانو د واده مراسم يو ځای تر سره شول.

د واده دا مراسم په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي او د سېلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب له لوري جوړ شوي وو.

سېلاب وايي دا کار يې، د ځوانانو ترمنځ د يووالي، پر ودونو د زياتو لګښتونو د مخنيوي او په ودونو کي د ناسم دودونو د له منځه وړلو په هدف تر سره کړی.

هغه وايي دا ډله یيز واده به وروستی نه وي بلکې نړرو ځوانانو سره به هم په دې برخه کې مرسته وکړي.

د ډله ییزو ودونو مراسم په پښتنو کې نوې خو په هزاره ګانو کې دود شوې خبره ده چې د زیاتو لګښتونو مخه نیسي.

One thought on “کندهار کې یو وکیل ۲۰ جوړو ته د واده ډله ییز مراسم نیولي”
  1. ډیرښه ابتکار، خدای وکي دغه دود پښتنو کې عام شي. سیلاب و دسیلاب کور دې خدای له سیلابه وساتي چې د نورو کورونه آبادوي. کنه شته همدې کندهارد زمرو وطن کې داسې نامي کورګډي غله لڼډغر چې د بیت المال په غلاوو یې ځانته ډله ییز ودونه وکړل

    بااحترام
    ګلا شیرزوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *