ولې د ایران پیروان یو ؟
په پرلپسې ډول وروستي کلونه په افغانستان کې مذهبي او سپیڅلې ورځې په داسې بڼه یادیږي چې دعبادت پرځای په کې دسیاست رنګ زورور وي .
شنونکي په دې باور دي چې ایران غواړي له دې لارې په افغانستان کې خپلې موخې وګټي او دمذهبي ورځو نه په ګټه اخستنه هغه لارې پټې وساتي چې د دغه هیواد جاسوسې کړۍ په کې د ایران پالنې لپاره کار کوي .
اوس چې ایله څو ورځې دمحرم لسمې ته پاتې دي په کابل کې هره لاره کوڅه په تورو او شنو ټوکرو پوښل شوې او داسې ښیې چې ګنې دا یو شیعیه مذهبه ښار دی په بل نوم چې د ایران په ملګرتیا ولاړه سیمه ده .
کابل ښاریان وايي په افغانستان کې مذهبي تعصب دایران او پاکستان په څیر نشته چې سنی او شیعیه مذهبه ډلې دې یوپربل پسې دبریدونو ترکچې راپورته شي داسې چې مذهبي کړکیچ په کې تربلې هرې شخړې په زور کې وي. ښاریان وايي افغان شیعیه مذهبه چې په دې هیواد کې لږدي خو له سني مسلمانانو سره کوم ژور فکري اختلاف نه لري او دواړو مذاهبو پیروان دیوبل په مراسیمو کې ګډون کوي. دکابل ښار د اتمې حوزې اړونده سیمې یو اوسیدونکی شیرافضل وايي زموږ شیعیه ورونه داسې نه دي چې له سنیانو سره کومه ستونزه ولري ډیر کله په مجلسونو کې ګډې ناستې کوي .شیرافضل وايي ویره لري چې په دې وروستیو کلونو کې مذهبې ورځې په یو بل ډول یادیږي دهغه له خولې ده چې په پراخه کچه لګښتونه کیږي او کابل ښار د یوه شیعیه مذهبه ښار په توګه معرفي کوي. هغه وايي که چیرې دولت په دې برخه کې څار ونه لري شونې نو ده چې دنورو هیوادونو په څیر به دلته هم شیعیه اوسني داختلاف ټکي جوړ شي .
دکابل ښار دپنځلسمې ناحیې یو اوسیدونکی محمد دین وايي ((موږ هرڅه په خپلو سترګو وینو چې ایران څومره لاس وهنې کوي څومره شخصي پوهنتونونه یې جوړ کړي او په دې راوروسته کې هر کال شیعیه مذهبه ورونه دې ته لمسوي چې دعاشورا په ورځو کې ډير مصرفونه وکړي هلته چې دوي نه اوسیږي هم دروازې او بیرغونه یې لګولي وي, داټولې پیسې ایران ورکوي )) محمد دین وايي دعاشورا په ورځ ټول مسلمانان عبادت کوي موږ هم عبادت کوو خو ایران اوس په دې عبادت سوداګري کوي او سیاست پرې چلوي .
دکابل پوهنتون استاد محمد سلیم وايي موږ سره دا ویره ډیره ده چې هسې نه افغانستان هم دپاکستان په څیر په فرقه یی شخړو واوړي. استاد سلیم ځینې وروستي رسمونه چې دعاشورا په ورځ په کابل کې کیږي د اندیښنې وړ بولي او وايي چې په څرګنده په کې سیاسي رنګ لیدل کیږي . نوموړی دولت ته د پړې ګوته نیسي چې ولې د دا ډول کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلی هغه وايي که چیرې په دې تړاو دولت غور ونه کړي دراتلونکې هر ډول لوبې مسول ګڼل کیدای شي .
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران دڅرګندې لاس وهنې ټاپې لګول کیږي خو په مذهبي ورځو کې د دغه هیواد درول په اړه اندیښنه نوې او دپام وړ ګڼل کيږي .
افغان دولت هره کال دعاشورا دمراسیمو لپاره ځانګړي تدابیر لري او نږدې ټول افغانان دې ورځ ته ځانګړی درنښت لري خو دځینو رسمونو په وړاندې سخت غبرګونونه هم شته .