تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: طالبانو د فراه د اناردري امنیه قومندان د کور مخته په ایښي ماین د هغه د کورنۍ اته غړي وژلي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته وویل، پېښه پرون ماسپښین مهال شوې او کله چې له کوره د اناردرې د قومندان د کورنۍ موټر راوتلی ماین پرې چاودلی دی.
نوموړی وايي، په وژل شویو کې د اناردرې د امنیه قومندان مېرمن، دوه لوڼې، درې زامن او دوه ساتونکي وژل شوي دي.
طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې پخپله قومندان هم وژل شوی، خو امنیه قومندانۍ دا ادعا رد کړې ده.