تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: پاکستاني چارواکي وايي، سر له نن به د افغانستان لپاره د تورخم لاره په ازمايښتي ډول شپه او ورځ خلاصه پرېږدي او خلک به کولي شي پرې تګ راتګ وکړي، خو ویزې ته به بیا هم اړتیا وي.

د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکي وايي، لومړی وزیر عمران خان به یوه اوونۍ وروسته د دې لارې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانست غونډه وکړي، خو دوی دغه لاره سر له نن چې د سپټمبر دویمه کېږي ۲۴ ساعته پرانستې پرېږدي.

بل لورته د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دوی ته ویلي چې تر ورتګ وړاندې یې دا لاره خلاصه کړي چې معلوم شي څه کمی شته که نه تر څو پر آوارولو یې کار وشي: ((
زموږ حکومت په دې فکر دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شته نو باید هم تجارت او هم د عامو خلکو لپاره آسانتیا رامنځته شي.))
ښاغلي یوسفزي همدارنګه په خپلو خبرو کې ویلي تراوسه د پرانیست غونډې د نېټې اعلان نه دی شوی، چې د پاکستان لومړی وزیر به کله ورځي، خو تر هغې پورې به دروازه ۲۴ساعته خلاصه وي.

پاکستان وخت ناوخت پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتې لارې تړي چې له امله یې خلکو ته ګڼ زیانونه اوړي. خو اوس پاکستاني چارواکي وایي چې د سوداګرۍ، تګ راتګ او ترانزیت په برخه کې به په تورخم کې پوره اسانتیاوې راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *