تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د حوزوي روغتون مخې ته چاودنه شوې.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تاییدوي او وايي نن له غرمې وړاندې د حوزوي روغتون مخې ته یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له لوري په نښه شوی دی او همغلته یې چاودنه کړې ده.

دده په وینا په پېښه کې له بریدګر پرته بل چا ته زیان نه دی اوښتی خو لا معلومه نده چې د بریدګر موخه کوم ځای وه
ددې خبر نور جزیات وروسته…

له دې جلا د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د سرخرود ولسوالي په یوه جومات کې یې د طالبانو د ماین جوړولو مرکز کشف او شنډ کړی دی.

د دوی په وینا د ماین جوړولو دا مرکز د سرخرود په بدیني جومات کې جوړ شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *