تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱ مه: طالبانو په قطر دکې له نهم پړاو خبرو وروسته پر کندز ، بغلان او بدخشان سربیره د هلمند پر بیلابیلو سیمو بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او بریدونه یې شاته تمبول شوي دي.

ځایي مسوولان وایي، دهلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې تیره شپه ناوخته طالبانو په یو شمیر پوستو بریدونه ترسره کړل چې ۲۸ تنه یې ځای پرځای وژل شوي دي.

ویل کیږی، دغلته پنځه افغان امنیتي سرتیرو هم په مخامخ بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ناوې ولسوال فضل الباري فیاض رسنیو ته وویل تیره شپه ناوخته طالبانو پر یاده ولسوالۍ بریدونه تر سره کړل چې په ترڅ کې یې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله واوښتله: (( شاوخوا ۲۸ وسلوال طالبان په دې بریدونو کې وژل شويـاو ۱۷ نور ژوبل شوي دي .))

په هلمند کې په دې وروستیو کې داسې مهال د طالبانو بریدونو زور اخیستې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دهغه خبرو وروسته چې ویلي یې وو خپل سرتیری به په افغانستان کې پریږدي طالبانو د بریدونو د ډیریدو خبر ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *