تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱ مه: د ولسمشرماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو ورځ او نیټه معلومه ده او انتخابات به په خپل وخت وشي.
ښاغلي صدیقي چې نن یې يه کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولي وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل او د سولې په اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې له ښاغلي خلیلزاد سره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او په وینا یې چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به په خپل وخت کیږي او ځنډول یې د منلو نه دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې ختمې شوې او زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د سولې د یوې موافقې په درشل کې دي.
له دې مخکې په افغانستان کې لوی باور له خلکو سره دا و چې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې ونشي، خو ښاغلي صدیقي دا اوازې رد کړې.
هغه وویل چې په را روانو څو اونیو کې به دا ټاکنې وشي او هیله یې وښوده چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او وبه وښيي چې خپل برخلیلک په خپله ټاکي.
بل لورته بیا تازه ازادي راډیو خبر خپور کړی چې یو باوري سرچینې ورته ویلې ، چې امریکا هڅه کوي سپټمبر میاشت کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي.
سرچینه زیاتوي چې امریکا د دغو ټاکنو د نه ترسره کولو لپاره د یوې اجماع د جوړولو په هڅه کې ده.
وړاندې له دې په کابل کې د امریکا سفیر ویلي وو، په افغانستان کې سوله د امریکا لپاره لومړیتوب دی، خو ټاکنو ته چمتووالی باید له ځنډ پرته دوام ومومي.
خو ښاغلي صدیقي بیا وایي چې له امریکايي چارواکو سره په هېڅ رسمي مجلس کې د ټاکنو د ځنډولو په اړه خبرې نه دي شوي، بلکې په خبره یې امریکا ددغه بهیر ننګه کوي.
د افغاستان ولسمشریزې ټاکنې چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله تر څنګ ۱۵ نور کسانو هم نوم لیکنه کړي، ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د میزان ۶ یا د سپتمبر په ۲۸ وشي.