تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۱) کابل ښاریان نن شپه ۹ بجې او ۴۵ دقیقې یوې زوروې چاودنې سخت اندېښمن کړل.

لومړني راپورونه وايي چې چاودنه ګرین ویلیج ته نژدې د ښار په نهمه حوزه کې شوې ده.

د ګرین ویلیج امنیتي مسوولانو ویلي چېئ په دې کلي کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو هغوی تاییدوي چې د حملې هدف دي.

پر دې کلي (ګرین ویلیج) چې بهرنۍ موسسې او بهرنیان پکې اوسي تر دې پخوا هم څو ځلې سختې حملې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي پېښه تایید کړه خو د جزییاتو په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

ډه دا هم ویلي چې له لومړۍ چاودنې وروسته په سیمه کې د تېلو په یوه ټانک کې هم چاودنه شوې ده او اور یې اخیستی دی.

سرچینې وایي، تر اوسه د پیښې له ځایه ۲۵ ټپیان وزیر اکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د چاودنې شدت دومره زیات و چې د سفارتونو او دولتي دفترونو کړکۍ او دروازې یې ولړزولې.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د چاودنې علت یا هدف به څه وي.

له دې سره په یو وخت د کندهار د ‌‌‌‌‌‌ډنډ ولسوالۍ په مشګیزو سیمه کې په واده کې چاودنه شوې ده چې تر دې دمه یې د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه کره معلومات نشته.

رویټرز خبري اژانس د شاهدانو په قول وايي چې د چاودنې له سیمې د ډزو ږغ هم اورېدل کېږي.

اژانس وايي، د چاودنې په سیمه کې ګڼ شمېر نړیوالې موسسې دفترونه لري.

د چاودنې لوګی اوس هم په اسمان کې لیدل کېږي.

دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره له نژدې یو کال خبرو او موافقې ته له رسېدو وروسته کابل ته راغلی چې له طالبانو سره د خپلې موافقې د جزییاتو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

د پېښې جزییات به همدلته وړاندې شي.

One thought on “په پلازمېنه کابل کې زوروره چاودنه”
  1. مطلب دا چې دا یوازې د طالبانو نه بلکې د طالبانو، او په سر کې یې د پنجابیانو او ورسره د پنجابیانو له خوا د قانع کړای شویو غربیانو د ګډو فشارونو د زنځیر یوه کړۍ ده چې غواړي موجود نظام چلینج او دې ته جوړ کړي چې د قطر معاملې ته سر ټیټ کړي خو خدای دې وکړي چې دا معامله په افغانستان کې جوړ شوي څو دېوالونه ونه نړوي.

ځواب دلته پرېږدئ