تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: د کندهار امنیتي چارواکې وایي، تېره شپه لس بجې دوو ځانمرګو بریدګرو غوښتل، چې د ډنډ ولسوالۍ د مشکيزو په کلي کي د ملي امنیت د یوه کارکوونکي پر کور چې د واده مراسم په کې روان وو ځانمرګی برید وکړي، خو دواړه بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندي د پوليسو لوري پيژندل شوي او وژل شوي دي.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال تادين خان خبریالانو ته ویلي، په پېښه کې د واده ميلمنو او ملکي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.
د کندهار د عامې روغتیا رياست هم وايي چې په پېښه کې چاته زيان نه دی اوښتی او نه هم د پېښې له سیمې ټپیان یا جسدونه وروړل شوي دي.
تر اوسه د پيښي په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي.