ولسمشر دونالذ ترمپ

تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: یو مشهور انګرېز نجومي وړاندوینه کړې چې د نوستراداموس د متونو په اساس به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږ کال ترور او ووژل شي.

دغه انګرېز نجومي کریګ پارکر انګلیسي ایکسپرس ته ویلي، د ۲۰۱۹ کال په تړاو یې له نوستراداموس متونو څخه وړاندوینې را ایستلې دي.

نوموړی وايي، د دغو متونو په اساس دعوه کولی شي چې ټرمپ به سږ کال ووژل شي او منځني ختیځ کې به یوه لویه جګړه پیل شي: (( زه په باور سره وایم چې سږ کال به له روسیې سره هم اړیکو کې د امریکا ژور بدلونونه راشي.))

نوستراداموس چې اصلي نوم یې میشل دو نوسترې دام و، د شپاړسمې پېړۍ نوموتی عطار او نجومي و چې د ډېرو تر سره شویو جګړو او پېښو په اړه یې وړاندوینې رښتیا شوې دي.

نوسترداموس د لندن د اورلګېدنې، فرانسې انقلاب، د هټلر د امپراتورۍ، د جان ایف کنیډي د وژنې او حتی د سپټامبر د یوولسمې په تړاو وړاندوینې کړې وې او دا ټولې رښتیا شوې دي.

One thought on “انګرېز نجومي وايي، ټرمپ به سږ کال ووژل شي”
  1. زما په نظر که دا رښتیا وی نو پدی اړه یی د ټرمپ نظر اخیستی چی ۱۰ میلیون افغانان وژنی داسی پوه شه چی ته هم وژل کیږی یعنی زما په نظر کیدای شی دا د ځان د لا مشهورتیا یا سولی د کابیابی لپاره لیکلی وی چی ده ویلی وو دا جنګ په زوره ګټم مګر د دوی هره خبره منفی وخته ، که چیری ټرمپ مړ شی نو د امریکا مشرتوب به د امریکا معاون کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *