تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: د لغمان ولایتي اداره وايي، د کابل- جلال اباد لویې لارې د امنیت خوندیتوب لپار یې د دغه مسیر په اوږدو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د لغمان د والي ویاند تاند ته وویلو عملایت نن سهار پیل شوي تر څو په دغه لاره امنیتي تهدیدات له منځه یوړل شي: (( موږ غواړو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو دغه لارې ته متوجه ټول امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.))

د کابل – جلال اباد لویه لاره که څه هم په دې وروستیو دوه کلونو کې د مساپرو لپاره امن وه، خو د امنیتي ځواکونو پر پوستو، کاروانونو او ګزمې لپاره په ولاړو موټرو به یې وخت ناوخت د طالبانو لخوا بریدونه کېدل چې ګڼې ستونزې به یې رازېږولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *