تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: د تخار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت پر دریو اشکمش، خواجه غار او چاه آب ولسوالیو یې د طالبانو هممهاله یرغلیز بریدونه شاته تمبولي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري تاند ته د ټلیفون پر لیکه وویل، له تېر ماښام راهیسې نن سهاره پورې د چاه آب پر سمتي کلي، د اشکمش پر حاجي شریف او شهر کهنه کلیو او د خواجه غار پر پل مومن سیمه طالبانو جګړه وکړه خو پرینښودل شول چې مخته راشي، بلکې شاته تمبول شوي دی: (( خواجه غار کې شپږ وسله وال او اشکمش کې پنځه وسله وال د امنیتي ځواکونو په دفاعي جګړه کې وژل شوي دي. خواجه غار او اشکمش کې مو د دوی بریدونه شاته تمبولي خو چاه آب کې لا هم جګړه روانه ده.))

د ښاغلي هجري په خبره دې نښتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي خو طالبانو بیا بیخي د دغو جګړو په اړه څه ویلي نه دي.

تخار د شمال ناامنه ولایت دی چې همدا څو ورځې وړاندې یې طالبانو پر چاه آب ولسوالۍ یرغل وکړ، د ولسوالۍ بازار یې ونیو مګر بیرته افغان ځواکونو ترې ولکه پرې ټینګه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *