تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي، د کندوز لپاره د طالبانو عمومي قومندان قاري منصور له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د شاهین ۲۰۹ نمبر قول اردو تاند ته په دې اړه را استولې خبرپاڼه کې ویلي، قاري منصور له دفاعي ځواکونو سره د کندوز ولایت د کنعان سیمه کې د مخامخ نښتې پر مهال وژل شوی دی.
طالبانو لا تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې څو ورځې وړاندې د شنبې په ورځ کندوز ښار باندې د طالبانو دریم یرغلیز برید کې دغه ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا کامل هم وژل شوی و.
افغان حکومت وايي، سږ کال جګړه کې د طالبانو تر ټولو زیات قومندانان، والیان، ولسوالان، د استخباراتو مسوولین او نور چارواکي وژل شوي دي.