راپور: حبیب وقار  

د روان ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۷ مه نېټه د پنج شنبې په ورځ د وردګو ولایت، جغتو ولسوالۍ اړوند غازي محمد جان خان عالي لېسه کې  (جغتو عامه کتابتون) پرانستل شو.

د ښاغلي مجیب الرحمن محمودي په هلوځلو او ځینو خیر غوښتونکو کسانو په مرستو سره د یاد کتابتون بنسټ کېښودل شو، په دغه پرانیست غونډه کې د غازي محمد جان خان ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو تر څنګ د خدای نظر خان ښوونځي آمر او ځینو ښوونکو، د جغتو کثیر الرشتوي انستیتوت آمر او ښوونکو او همدا شان د سیمې ځينو مخورو برخه اخیستې وه.

پرانیست غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کتابتون او کتاب لوستنې د ارزښت په اړه خبرې وشوې او له ټولو هغو کسانو مننه وشوه، چې د یاد کتابتون په جوړولو کې یې مرستې کړې دي او یا له دې وروسته مرسته کوي. په ځانګړې توګه د ښاغلي ننګیالي اتل او ښاغلي انجینیر محمد داود عمري د نومونو یادونه وشوه، چې له دغه کتابتون سره یې زیات شمېر علمي او مسلکي کتابونه مرسته کړې وه. د ویناوالو لخوا نور خلک هم له یاد کتابتون سره مرستې ته را وبلل شول.

په یاد کتابتون کې په مختلفو مجلو سربېره د تفسیر، احادیثو، عقایدو، سیرت، ساینسي علومو، ادبیاتو، تاریخ، اخلاقو، ټولنپوهنې، سیاست او نورو برخو اړوند شاوخوا (۶۰۰) ټوکه ګټور کتابونه د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي محمودي له ۱۳۹۲ هـ ل کال راهیسې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړتیا په موخه په بېلا بېلو کلیوالي سیمو کې د عامه کتابتونونو په جوړولو پیل کړی دی او له ځینو کسانو څخه دغو کتابتونونو ته کتابونه او مرستې راټولوي، چې تر اوسه یې د یو شمېر کسانو په مرستو سره د یوولسو (۱۱) عام المنفعه کتابتونو بنسټ اېښی دی او لا هم دغه ټولنیز او علمي خدمت ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *