تاند- وسله والو طالبانو په کابل کې د تېرې شپې د حملې دفاع وکړه، ویې ویل چې دا برید له امریکا سره د سولې په خبرو کې د دوی دریځ پیاوړی کوي.

د کابل په ګرین ویلج سیمه کې د تراکتور په بمي حمله کې لږترلږه ۱۶ ملکیان ووژل شول او ۱۱۹ نور ژوبل شول.

طالبان وايي چې د حملې په سیمه کې ملکیان نه اوسي او درست مړه او ژوبل هغه کسان دي چې د بهرنیانو لپاره یې کار کاوه.

خو راپورونه وايي چې مرګ ژوبله په ګرین ویلیج کې نه ده پېښه شوې بلکې د دې کلي د شاوخوا کورونو اوسېدونکي زیانمن شوي دي. دوی له همدې کبله نن (سې شنبه) په مظاهره راووتل او غوښتنه یې وکړه چې بهرنیان دې له دې سیمې ولېږدي ځکه چې دا دوهمه خونړۍ حمله ده چې په نتیجه کې یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د طالبانو جنګي ویندوی رذبیح الله مجاهد د دې برید د دفاع په ترڅ کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل«موږ پوهېږو چې د سولې خبرې روانې دي، خو دوی باید پوی شي چې موږ کمزوري نه یوو، که موږ خبرو ته کېښنو، له غښتلي دریځه خبرو ته داخلېږو.»

ده په عین حال کې وویل چې طالبانو دا حمله د هیواد په نورو برخو کې د افغان او امریکايي ځواکونو د حملو په ځواب کې کړې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، کله چې یې له ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتل شول چې د کابل په حمله کې بهرنیان نه بلکې عام افغانان وژل شوي، ده وویل، هغه افغانان چې د بهرنیانو د اوسېدو ځایونو ته نژدې اوسي، له داسې خطرونو سره به مخامخ کېږي.

دا برید څو ساعته وروسته له دې وشو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې نهايي کړي چې پر اساس یې امریکايي پوځیان په ۱۶ میاشتو کې له افغانستانه وځي.

خو اسوشیتید پریس وايي چې د طالبانو حملې د سولې په اړه د دې ډلې پر نیت د عادي افغانانو او دولتي چارواکو شکونه زیات کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *