تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: د ترکیې واکمن عدالت او پراختیا ګوند پر ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوکې له کبله د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د ګوند د یوه بنسټګر احمد داود اوغلو د لېرې کولو پرېکړه کړې ده.

د ترکیې سیمه ییزو رسنیو ویلي، د دغه ګوند اجراییوي شورا هم د ښاغلي داود اوغلو د لېرې کولو خبره تایید کړې ده.

د ترکیې ‘حریت’ ورځپاڼې له مخې، دا پرېکړه د عدالت او پراختیا ګوند د مرکزي اجراییوي شورا له پنځه ساعته ناستې وروسته کړې ده، چې مشري یې ولسمشر اردوغان کوي.

د عدالت او پراختیا ګوند یوه جګپوړي چارواکي ویلي، امکان شته چې د ګوند درې نور غړي هم لرې شي، ځکه چې دوی هم پر اردوغان نیوکې کړې او د ګوند د نوي مشرتابه په هڅه کې دي

رویټرز خبري اژانس د یوه چارواکي له خولې ویلي، د عدالت او پراختیا ګوند اجراییوي شورا د دوشنبې په ورځ د داود اوغلو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
داود اوغلو وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او بیا لومړی وزیر شو، نوموړي په ۲۰۱۶ کال له اردوغان سره تر اختلاف پیدا کېدو وروسته استعفا وکړه، چې وروسته یې پر دغه ګوند نیوکې ډېرې کړې.

داود اوغلو د عدالت او پراختیا ګوند “پر خپلو اساسي اصولو په پښې اېښودو” تورن کړی.

له عدالت او پراختیا ګوند د پخواني لومړي وزیر د لرې کېدو په اړه دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې پر اردوغان نیوکې ډېرې شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *