له طلوع نیوز سره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مرکه کې ډيره خوشبیني شته چې افغان حکومت او طالبان سولې ته ورسیږي، دا خبرې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته پيل شي او تمه شته چې طالبان به د یو لوی بدلون سره د سولې مذاکراتو ته کیني.
د دې مرکې جالب اړخ دا دی چې کابلي او سیاسي طالبانو هغه څرګندونې پکې تبلیغات شول چې ګنې طالبان له امارت سره راځي او جمهوریت به نه وي، د خلیلزاد مرکه که چا اوریدلي وي، پوره درک ترې پيدا کولی شي، په دې لیکنه کې هم د خلیلزاد مهمو موضوعاتو اشاره شوې ده.
د خلیلزاد مرکې ټولې هغه اوازې بې بنسټه او کاذبې کړي چې ویل کیدل د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به بیا طالبان جګړې ته ورسیږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی چې اسلامي امارت هیڅ د منلو نه دی او افغانان به په یو حکومت راضي کیږي چې ټول پکې ځانونه وګوري.
هغه اوازې او اندیښنې هم بې بنسټه شوې چې ګنې جمهوریت به له منځه ځي، طالبانو سره خبرو کې ویل شوي چې د افغانانو حقوق به خوندي وي، د بیان ازادي او د ښځو حقوق، سپورت او نورې لاسته راوړنې به خوندي وي، نو دا په دې مانا چې راتلونکي کې که ګډ حکومت د سولې په پایله کې رامنځ ته کیږي، جمهوریت تر نوم لاندې به وي
له هوکړې وروسته بهرني ځواکونه په بشپړ ډول افغانستان نه پریږدي، تر هغې به افغانان خپل منځي خبرې کوي، امریکا به تر ۱۰۵ ورځو ځینې سرتېري وباسي او نور به وضعیت او شرایطو ته په کتو وي.
د خلیلزاد په مرکه کې بل څه چې په ډاګه دي، دا دي چې له طالبانو هیڅ ډار او انديښنه نه ده پکار، طالبانو منلې چې خپل وخت کې یې زیاتې تیروتنې کړي چې بیا به نه تکراریږي او ممکن اوسنی ولسواکي له لږ تغیر سره ومني.
زلمي خلیلزاد ویلي، تر هغې چې افغانان خپلمنځي سولې ته رسیږي، اوربند رامنځ ته کیږي او طالبان به خپل کنټرول لاندې سیمو کې بهرنیو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي.
د خلیلزاد خبرو کې ډیره خوشبیني شته چې لکه څنګه چې امریکا او طالبانو یو سخت پړاو تېر کړ او د سولې خبرو ته ورسیدل، افغانان هم رسیدلی شي، ځکه طالبان سولې ته د رسیدو لپاره له ډير څه تیریدونکي دي.له طالبانو سره د امریکا له هوکړې وروسته هغه انديښنه هم نشته چې ګنې امریکا به له افغانستان لاس اخلي او مرستې به بندیږي، د امریکا مرستې دوام پيدا کوي او که طالبان هم ارزښتونو او لاس ته راوړنو خوندیتوب ومني، د امریکا اړیکې به ورسره دوام پيدا کړي.
بله خبره دا ده چې د افغانستان حکومت په هوکړه کې یو مشروع حکومت یاد شوی او د طالبانو ډله یاده شوې،
ټاکنو موضوع او موقت حکومت هوکړه کې نشته او دغه راز افغان حکومت د ملاحظاتو حق لري چې د سولې هوکړه کې یې ورکړي، خو هوکړې لومړي مخ کې اوربند او بین الافغاني خبرې شته چې د هوکړې یوه برخه جوړوي.
بله خبره دا ده چې خلیلزاد د سولې په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په سفرونو کې موندلي چې ټول افغانستان کې د سولې پلویان دي او خوشحالۍ حاضر دي چې کوربتوب وکړي، تضمین وکړي او همکاري وکړي.
په ټوله کې له طلوع نیوز سره د خلیلزاد مرکې ځینې اندیښنې له منځه یوړې او افغانانو ته یې د سولې زیری ورکړ، چې سخت پړاوونه تېر شوي، اسانه پاتې دي او افغانان کولی شي خپل منځ کې خبرو پایلې ته ورسیږي او که اړتیا پیدا شوه او غوښتنه وشوه امریکا او نړیوال حاضر دي منځګړتوب او همکاري هم وکړي.