له څه وخت را په دې خوا زما څه لیکنې د تاند په درنه خپرونه کې ګرانو لوستونکوته وړاندې شوې، چې په کې زموږ ناسمونونو ته ګوته نیولشوې وه.
کومان مې دۍ، چې زما یا زموږ ستونځې لا اوږدې دي، چې زما ناسمونونه(؟) هم په کې د څیړنې دي اوله دې امله مرسته.
زما ګوناه: ژبپوه نه یم، په ګرامرې لار د پښتو څه نه لرم، زه هم د پښتو کتابونه نه رانیسم، نو که دا زما د لیکنې په هکله څیړنې شوې وي او زه ترې نه یم خبر ملامته یم، بخښنه دې وي، خو بیا هم په یو څه ډېرې لیکنې کیږي اودا هم د ژبې د ودې سره مرسته ده.
راځم خپلې موخې ته:
لومړی:
ما په خپله تیره لیکنه کې، چې د تاند د درنې خپرونې څخه خپرې شوې، دا سې د انګرېزي انډول په پښتو لیکلي وو.
له (د) … څخه from
د ( له)… سره with
یعنې د انګرېزي اوستربلونه د پښتو سرکومپوزېشنونه (غیږکې نیووني) دي، خودا لکه تیروتنه وي.
ولې؟
خبره به نه اوږدوم، خپلې موخې ته به راشم:
۱ – د هغه کتاب
۲ – د هغه سره کتاب
۳ – د هغه څخه کتاب.
پوښتنه: دا ،،د،، د هغه اړوند یا د ،، هغه،، سره تړلی دۍ او که څنګه؟
په ۱ – کې خودا مورفیم د خاوندتوب دۍ، خودا نوبیا په ۲ – او۳ – کې څنګه دۍ؟
که هلته ،، د ،، د ،،هغه،، پورې اړوند وي، خوبیا نو،،له…څخه،، او ،، له …سره،، نه شته دا به بیا یواځې ،،څخه،، او،،سره،، اوستربلونه وي او که ،،د،، د ،،هغه،، اړوند نه وي، نو بیا دا ،، له(د)…څخه(سره)،، غیږ کې نیوني یا یا سنترپوزېشنونه دي.
زما په اند د یوې څیړنې ارزښت به ولري.
دویم:
بله پوښتنه د ،،پر،، ، ،، باندې،، او ،، پر…باندې،، کې ده:
موږ لر:
۱ – پر میز
۲ – میز باندې
۳ – پرمیزباندې
په دې پورته کې نوکوم یو سم دۍ؟
او ولې؟
بله پوښتنه په ،، پر،، او،،په ،، کې هم شته، خودا چې د خای اړوند ویونوپوښتنه ده، کاربه پرې نه لرو.
همدا رنګه:
— ورباندې کیږده ( ترې لاندې، ورڅخه لاندې)
— ورلاندې کیږده( ترې لاندې، ورڅخه لاندې )
داسې نور هم زیات شته، که نوره څیړنه پرې وشي،هم بده به نه وي.
یو څوک، چې د یو څه سره سر او کار ولري، د هغه څه سره یې مینه هم پیدا کیږي. زه ګوره اوس د زړه له کومې د پښتو زده کوونکی شوم، که ژوند وو، داسې نورڅه به، چې زه یې زده کوم، له تاسو سره ګډوم.
که دا لیکنې بیا د تاد درنې خپرونې خورې کړې، نوزه به یې بیا هم لا ډېر منندوی یم.
که مرسته کوۍ، نو [email protected]