تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳مه: د جیمز کننګهم په شمول په افغانستان کې پاتې شویو د امریکا نهو پخوانیو سفیرانو د سولې د یوې بیړنۍ هوکړې په نتیجه کې پر هېواد یوې بلې کورنۍ جګړې د سیوري د راخورېدو خبرداری ورکړی دی.
دغو نهو امریکايي پخوانیو ډپلوماټانو جېمر ډابېنز، رابرټ فېن، رونالډ نیومان، ویلیم ووډ، جان نېګروپونټ، اېرل انټوني واین، راین کراکر، جېمز کننېګهم او هوګو لورېنس یوه ګډه اعلامیه کې چې اتلانتیک شورا هم خپره کړې ده ویلي، طالبانو سره د سولې یوه بیړنۍ هوکړه به ډېرې بدې پایلې ولري.
په دې اعلامیه کې راغلي، امریکا باید له افغانستانه د اوربند په شرط ووځي، که داسې ونه شي نو د طالبانو په هیڅ ضمانت باور نشته او نه هم بدې پایلې ځنډېدای شي.
اعلامیه کې اندېښنه ښودل شوې چې طالبانو لا هم له نورو افغانانو سره د سولې شرایط روښانه کړي نه دي او نه هم دا ډله له نورو سیاسي ډلو سره د همکارۍ مخینه او تجربه لري.
اعلامیه کې راغلي که امریکا د افغان حکومت ملاتړ کم کړي او افغاني مذاکرات له ماتې سره مخ شي، نو په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې د پيل امکانات لرې نه دي.
د اعلامیې لنډیز:
د امریکا “د اتلانتیک شورا” د فکر کور یا تېنک تانک د افغان سولې په تړاو د ناکامیو د مخنیوي په موخه د امریکا د نهو (۹) تنو امریکايي ډيپلوماټانو چې ډېری يې په افغانستان کې سفیران او د امریکا د بهرنیو چارو لوړپوړي مقامات پاتې شوي دي او د افغانستان مسلې سره له نږې ښکېل دي، ګډه مقاله خپره کړې ده.
د دوی نومونه پدې توګه دي: جېمر ډابېنز، رابرټ فېن، رونالډ نیومان، ویلیم ووډ، جان نېګروپونټ، اېرل انټوني واین، راین کراکر، جېمز کننېګهم او هوګو لورېنس.
دوی پدې ګډه مقاله کې کاږي چې لومړی باید د سولې د روانو مذاکراتو په پار د امریکا یو لږ شمېر پوځیان ووځي او وروسته چې رښتینې سوله ټینګه شوه، بیا دې ټول پوځیان ووځي ځکه په افغانستان کې د پوځیانو شتون د سولې پر بریا، له داعش سره د جګړې د راتلونکي او د یوه نماینده حکومت په راتلو مثبت اغېز لري. د ښځو مسله د سولې اساسي برخه ده.
جزئیات مهم دي چې دلته ذکر شوي دي:
لومړی، معلومه نه ده چې آیا سوله ممکنه ده که نه. طالبان له افغانانو سره د سولې په اړه کوم واضح بیان نه لري، او تر اوسه طالبانو له نورو سیاسو ځواکونو سره هم کار کړی نه دی.
دویم، د روان وضعیت څخه وضعیت ممکن ډېر خراب وي ځکه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې امکان شته چې دا کار د روسانو له وتلو وروسته وشو. په افغانستان کې د لږکیو (اقلیتونو)، د داعش او سیمه ایزو او نورو لوبغاړو لکه ایران، پاکستان او روسیې د لاسپوڅو خبره هم مطرح ده او هر یو به بېله پالیسي او بېله جګړه پر مخ بیايي.
پدې صورت کې به طالبان له القاعده سره اړیکې ټینګې وساتي او دا بیا فلم له سره کول دي. له دې جهته، تر رښتینې سولې پورې باید د امریکا یو شمېر پوځیان پاتې شي، ځکه طالبان هم په زور د حکومت نیولو خیال لري او نه غواړي له نورو افغانانو سره ګډ نظام رامنځته کړي.
دا ګډه او مهمه مقاله بیانوي، چې د افغانستان مشروع حکومت ته باید د خبرو څخه په لرې ساتلو سره په ټیټه سترګه ونه کتل شي. طالبان چې له حکومت سره نه غږېږي، نو بیا به له هغو افغان اړخونو سره مذاکرات کوي چې خپل زړه يې وي، حال دا چې افغانان د خپل حکومت د تعیین حق لري چې بیا به همدا حکومت له دوی استازیتوب کوي. نو ځکه ښايي د سر په بیه ټاکنې وشي.
د ټاکنو د بدیل په اړه بحث دا دی چې، د مطلب په خبره، بدیل حکومت دې راشي. دا بحث دوه دلیله لري: یو، ممکن ښايي ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي او بیا د سولې مذاکرات د میاشتو لپاره وځنډېږي. دویم، نوی منتخب حکومت ښايي له طالبانو سره د سولې لپاره پر نویو ترتیباتو کار وکړی. خو د غیرطالب افغانانو تر منځ د مؤقت حکومت د مشر پر سر بحثونه دي خو دا بحثونه به ډېر اوږده وي او څومره چې ټاکنې ځنډېږي، همدومره به دا بحثونه اوږدېږي. خو که نوی ولسمشر راځي، بیا د اساسي قانون د بدلون امکان د ټولو نورو کاندیدانو د ټینګار په پایله کې رامنځ ته کېدای شي. ځکه، د سولې توافق د اساسي قانون د بدلون تقاضا کوي.
لکه څرنګه چې طالبان له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته هم د افغان حکومت پر ضد د جګړې خبره کوي او له داعش سره د دوامدارې مبارزې خبره مطرح ده، نو ښايي افغان پوځ ګډوډ شي ځکه دوی به نه پوهېږي چې د چا لپاره جګړه ګوي. پدې توګه د کورنۍ جګړې شونتیا بېخي ډېره ده.
مطلب کاږي، چې د امریکا پوځي لګښت په افغانستان کې د امریکا د کلنۍ بودیجې یواځې درې (۳) سلنه جوړوي او دا لګښت ۹۰ سلنه راکم شوی دی. لکه څرنګه چې افغان هوايي ځواک پیاوړی کېږي، نو د امریکا لګښت او پرسونل به ښه ډېر راکم شي.
د افغانانو ګډ ټکي دا دی چې دوی کولای شي د کورنۍ جګړې مخه ونیولای شي، نړیوال اقتصادي مرسته ترلاسه کړلای شي، داعش مات کړلای شی او سوله ولرلای شي.
که افغانان ټاکنې وکړي، د ترهګرۍ ضد ځواکونه، هوايي ملاتړ او اقتصادي همکاري پیاوړې شي، کولای شي په مذاکراتو کې قاطع رول ولوبوي.
په پای کې مطلب سپارښتنه کوي چې امریکا او نړیوال شریکان باید د سولې په خبرو کې له نوی افغان مشرتابه په ټینګه ملاتړ وکړي.
که داسي دی افغانانو له غمه مړه یاست داسنی ناندری حل کړی ریس جمهور یوده والیان بل مقرروی دهغو په باره یادونه کوی چی موږکار نه پری لرو اصل کی خپل ځان بیریږی اود خپل پلان پړه نه مني که تاسی لاړ سی نوربه اکثره ملت له دولت سره ودریږی ځکه هغه دلایل چی اوس بعضی وړاندی کوی دی تاسی په تګ سره دډیرو له مخه پرده پورته کوی