تانذ، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د پکتيا ولایت امنيتي مسؤلینو ویلې ددې ولایت د احمد ابا ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه ماين چاودنه کې له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوی دی
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم رسنیوو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلې ، چې قوماندان څارمن محمد سرور حسن خېل په ګزمه وتلی و، چې تېره شپه لس نيمې بجې د احمد آبا ولسوالۍ په سلام خېلو سيمه کې يې پر موټر چاودنه شوې ده
نوموړی زياتوي چې قوماندان حسن خېل د لوګر ولايت اوسېدونکی و او د تېرو دريو کلونو راهيسې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله
تر اوسه ددې بمي بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي