تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د امریکا په الاباما ایالت کې د پولیسو له پلټنو وروسته معلومه شوي چې یوه ۱۴ کلن هلک د خپلې کورنۍ پنځه غړي وژلې دي.

دغه څوارلس کلن ځوان هم خپل جرم منلی چې د پلار په وسلې سره یې میره، درې خویندې او یو ورور وژلی دي.

پولیسو د کم عمر له امله د هغه نوم نه دی خپور کړی او وايي، لا هم د وژلو انګېزه نه ده روښانه شوې.

ویل کیږي په وژل شویو کې درې کسانو سملاسي خپل ژوندی له لاسه ور کړی او دوه نور روغتونه کې مړه شوي دي.

امریکا کې په وسله وژل اوس د ورځې دود ګرځېدلی او د دې وژنو مالومات ټولوونکې اداره وايي، چې تېرو اتو میاشتو کې درې سوه کسان دغه هېواد کې وژل شوي دي.

تېره شپه هم د تګزاس لوېدیځ ته د میډلنډ او دوډیسه ښار ترمنځ یوه ۳۶ کلن سړی چې تازه له کار اېستل شوی و له هغه وروسته ډزې وکړې، چې دوو پولیسو یې د موټر مخه ونیوله.

نوموړي د دې پولیسو تر ټپي کولو وروسته پر لارونو او نورو موټرو ډزې وکړې.

مخکې له دې چې پولیس یې ووژني، نوموړي اوه کسان ووژل او د یوه ۱۷ میاشتني ماشوم په ګډون یې څو کسان ټپي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *