تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳مه: هندي کشفي او امنیتي ځواکونه په هغو څلورو ترهګرو پسې ګرځي چې وايي، دغه هېواد ته د افغانستان په پاسپورټ د بریدونو لپاره ننوتي دي.
انډیا ټایمز ورځپاڼه وايي، دا ترهګر دوه اوونۍ وړاندې هند ته ننوتي او اوس پولیس په ګجرات ایالت کې د افغانانو د پاسپورټونو او ځایونو په پلټنه بوخت دي.
راپور وايي، تر اوسه پولیسو په احمد اباد، ودودرا، سورات او راجکوټ کې ۱۳۰۰ مشکووک افغانان پلټلي دي.
پولیسو ویلي، په دې منځ کې دوه مشکوک افغان تابعیت لرونکي کشفي ارګانونو له ځان سره بیولي وو، خو وروسته معلومه شوې چې دواړه کسان محصلین وو.
هندي چارواکو ویلي، په افغاني پاسپورټ دغه هېواد ته ننوتي ترهګر اصلا د پاکستان کمانډویان دي او غواړي چې په هند کې د جشن مراسم په نښه کړي.
هند کې د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال بریدونو نه وروسته د پاکستانیانو پر ضد سخت اقدامات کېږي او هغه وخت هم هند په کره اسنادو ویلي وو چې دا کسان د پاکستان استخباراتي ادارې ور استولي وو.