زلمی خلیلزاد

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه: تازه راپورونه وايي چې زلمی خلیلزاد غواړي د سولې له پروسې څخه د ولسمشر اشرف غني لاس وباسي او دی په سپین میدان پرېږدي.

د حکومت یوه باوري سرچینه وايي، د ولسمشر اشرف غني او خلیلزاد وروستیو ناستو کې د دوی اختلافات زور اخیستی او خلیلزاد غواړي د سولې یو داسې مذاکراتي پلاوی تشکیل شي چې اشرف غني یې د پریکړو د ردولو صلاحیت ونه لري.

سرچینه وايي، امریکا غواړي په هر ډول چې وي، اشرف غني تر فشار لاندې ونیسي او هغه هوکړه پرې ومني چې امریکایانو له طالبانو سره چمتو کړې ده.

راپورونه وايي، اشرف غني له خلیلزاد سره په دې ټینګار کوي چې د سولې مذاکراتي پلاوی باید د حکومت تر رهبرۍ لاندې وي، تر څو په مذاکراتو کې د ګډوډۍ او د افغانستان د منافعو ضد پرېکړو مخنیوی وشي.

سرچینه وايي، اشرف غني، خلیلزاد ته په ډاګه کړې ده چې نه غواړي افغانستان یو وار بیا د امریکا د ګټو په مقابل کې د جګړې د لمبو اور ته ودانګي، ځکه نو باید د سولې په مذاکراتو کې د افغان حکومت رول له پامه ونه غورځول شي او جمهوریت د اسلامي امارت لپاره قرباني نه شي.

سرچینه وايي، خلیلزاد اشرف غني ته ویلي، د سپټامبر تر ۲۳مې پورې پلاوی باید ورته چمتو کړي، هغه پلاوی چې دده په وینا اشرف غني یې هیڅ پریکړه رد نه کړای شي، خو په مقابل کې یې غني ټینګار کړی چې د پلاوي رهبري ځکه افغان حکومت سره ښه ده چې د ګډوډۍ مخه پرې ونیول شي.

داسې راپورونه هم شته چې د سولې هوکړه د اشرف غني پر ځای امریکا پر عبدالله لاسلیک کړي او دې ورځو کې یې د هغه پر اوږه ټوپک هم ایښی تر څو غني د خلکو تر پوښتنې لاندې راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *