تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴ مه: د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژيکو اړیکو د ادارې رییس وحید عمر نن خبریالانو ته ویلي چې انتخابات ترسره کیږي او رسنیو او ولس ته په کار ده چې له حکومت سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.
ده په ټینګار وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په رامنځته شوي موافقه کې د اطمینان هیڅ هم نه لیدل کیږي چې دوی یې افغان ولس ته وړاندې کړي: ((هیله لرو چې د سولې قیمت د جګړې له قیمت پورته نشي.))
ښاغلي عمر په رسنیو نیوکه وکړه چې تر ډیره د طالبانو پروپاګند خپروي او هر هغه څه چې طالب ویاند په خپله پاڼه لیکې رسنیو ته د خبر ارزښت لري.
دوی په رسنیوو غږ وکړ چې په افغان ولس کې دې ویره نه خپروي او رسنۍ دې خپله بې طرفي وساتې.