تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه:ولسمشر د جلال اباد د پېښې په غبرګون کې د ملي امنیت د رییس استعفا منلې او د دې پېښو جدي تعقیب غوښتنه یې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، نن یې په جلال اباد ښار کې د پرون شپې د ناوړه غمېزې او تراژیدۍ په هکله غونډه نیولې وه چې په ترڅ کې یې د جلال اباد په پېښه کې د داعش په ضد د عملیاتو په نوم د یوې کورنۍ څو ځوانان په بې رحمۍ وژل شوي دي.

ولسمشر په دې تړاو پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لومړي مسوول په توګه ورته د هیڅ ملکي وګړي او شخص وژل د منلو نه دي: ((له بده مرغه، دا یوه غمیزه نه ده، دې ته ورته غمیزې پخوا هم خوګیاڼو، د پکتیا په زرمت او لوګر کې تکرار شوي دي، ما په خپل وخت د هغه ټولو پېښو د تحقیقاتو امر کړی و، هیات وټاکل وشو، تحقیقات وشول، د عملیاتو په شکل کې بدلون راغی او د پوځي عملیاتو طرزالعمل بدل شو، خو دا اقدامات کافي نه و، مسوولین د دغسې غمېزو په مخنیوي کې پاتې راغلل.))

ولسمشر ویلي، د دې پیښې په غبرګون یې د ملي امنیت د عمومي رئیس جناب ستانکزي استعفا منظوره کړې ده: ((زیانمنې کورنۍ او ولس عدالت غواړي، نو په دې اساس لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کېږي چې د جلال اباد پېښه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په جدي توګه وڅیړي. که هر څوک او هر پوځي چارواکی ملامت وپيژندل شو، باید د قانون سره سم چلند ورسره وشي.))

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د دولت پلوه ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د ملکیانو تلفات زیات شوي دي، خو حکومت یې په وار وار د مخنیوي د هڅو خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *