تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه : د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا په دروازه کې د موټر بم چاودنه شوې ده.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وایي په دې پېښه کې د څلورمې پلي لوا سره خوا کې د کابل لوګر په عمومي سرک موټربم برید شوی چې څلور ملکي کسان پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالمتین حسن خېل د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې برید کې د ملکي وګړو څلور سراچه ډوله موټر هم ویجاړ شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص وایي، چې د دې حملې هدف د ائتلافي او افغان ځواکونو ګډ کاروان و چې د کابل- لوګر په عمومي سړک تېرېده
د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی