تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴ مه: د غور ولایت سيمه اييزو چارواکو هغه ادعا تایید کړې چې وسله والو طالبانو د دې ولايت د بشري حقونو د کميسيون ،د ولايتي دفتر د مشر عبدالصمد اميري سر پرې کړی او هغه یې وژلی دی .
د غور مرستیال والي حبیب الله رادمنش رسنیو ته ویلي چې ښاغلی امیري کابل ته په لار د میدان وردګ ولایت په جلریز سیمه کې د طالبانو له لورې له موټر کوز کړ شوی او بیا یې تري سر غوڅ کړی دی.
د دې ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي ښاغلی امیري د مور د مریضۍ له امله غوښتل کابل ته سفر وکړي چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له لورې وژل شوی.
طالبانو لا ددې ادعاوو په اړه رسنیوو ته څه نه دي ویلې.
ښه نو ، دې وحشیانو سره سوله کېږي؟