تاند-(جمعه، د سنبلې ۱۵) له قطر څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال مایک میلر ناببره دوحې ته رسېدلي دي.
په دوحه کې د الجزیرې تلویزیون یوه خبریاله وايي، خلیلزاد او میلر د پنجشنبې په ورځ وروسته له دې له مخکیني پروګرامه پرته دوحې ته ورغلل چې طالبانو په کابل کې پر له پسې بمي حملې وکړې.
ځینې سرچینې وايي، ښايي دا دوه امریکايي چارواکي له طالب استازو سره په دې وږغېږي چې د دې ډلې وروستیو بریدونو، چې ډېرو ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، د سولې پر پروسې ولس بدګومانه کړی دی.
تراوسه پورې د امریکا حکومت او طالبانو قطر ته د ښاغلي خلیلزاد او جنرال میلر د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو نهم پړاو خبرې د روانې اوونۍ په پیل کې پای ته ورسېدې.
سره له دې چې خلیلزاد او طالبان خپلې خبرې بریالۍ بولي خو ګڼ امریکايي چارواکي د طالبانو او امریکایانو د موافقې د مسودې پر محتوا اعتراض لري او حتي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو حاضر نه دی چې له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړي.
د افغانستان حکومت هم د موافقې په اړه بدګومانه دی او وايي چې په دې مسوده کې ګڼو پوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی.