تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: طالبانو د کندوز او بغلان د بریدونو له ناکامۍ وروسته د فراه ښار د سقوط لپاره هڅې پیل کړي او په دغه ښار یې لوی بریدونه پیل کړي دي.
د فراه والي شعیب ثابت دا خبر تایید کړی خو د طالبانو د بریدونو په تړاو یې جزیات نه دي وړاندې کړي.
اسوشیټډپریس اژانس د ښاغلي ثابت له قوله خبر ورکړی چې افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو شاته تمبولو لپاره جدي اقدامات پیل کړي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب بیا وايي، دا مهال باغ پل او قلعه زمان خان کې سخته جګړه روانه ده او د مرستندویه ځواکونو په ور رسېدو د طالبانو برید شاته تمبول شوی دی.
یو سیمه ییز نفوذي کس شمس الرحمن نورزي بیا ویلي، طالبانو له بیګاه راهیسې فراه ښار ته نږدې د ملي اردو یوه پوسته نیولې او اور یې ور اچولی دی.
نورزي زیاته کړې د جګړې د دوام له کبله دوکانونه تړل شوي او ځینو خلکو د تېښتې لاره نیولې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې فراه کې یې امنیتي کمربندونه مات کړي او وسله والو د ملي اردو د جلب و جذب مرکز نیولی دی.
دا په یوه اوونۍ کې د طالبانو دریم برید دی چې د یو ولایت د سقوط لپاره یې کوي.
تر دې وړاندې د شنبې په ورځ طالبانو پر کندوز برید وکړ چې په همغه ورځ شاته وتمبول شو، د یکشنبې په ورځ یې بغلان محاصره کړ چې پرون یې محاصره ماته شوه او بغلان لپاره د طالبانو والي ملا عبید هم په کې ووژل شو.