تاند- له فراه څخه رارسېدلي خبرونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت پر مرکز فراه ښار د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

شاهدان وايي، اوس سره له دې چې الوتکې ګرځي د ښار وضعیت ارام دی، د ډزو اوازونه نه اورېدل کېږي او طالبانو له هغو سیمو شاتګ کړی چې تېره شپه او نن سهار وختي پکې لیدل شوي وو.

په همدې حال کې د فراه امنیتي چارواکي وايي چې لږترلږه د ۵۰ تنو طالبانو مړي پاتې شوي او نور د ښار له څنډو تښتېدلي دي.

خو د فراه ښاریان لا هم اندېښمن دي. دوکانونه بند دي او په داسې حال کې چې د ښار په فضا کې الوتکې ګرځي ښاریان وېره لري چې ممکن طالبان بیا حمله وکړي.

شاهدان وايي چې طالبانو د لنډ وخت لپاره په ښار کې د ملي اردو د جلب و جذب مرکز ونیوه او له هغه ځایه یې پر امنیه قوماندانۍ او نورو دولتي ادارو دزې کولې خو مخکې تر دې چې طالبان د جلب او جذب له مرکزه شاتګ ته اړ شي، د دغه مرکز ودانیو ته یې اور ورته کړ.

تېر کال هم طالبانو د فراه ولایت د مرکز یو شمېر واټونه د څو ساعتونو لپاره نیولی و.

تر دې مخکې طالبانو د کندوز او بغلان ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل خو د دغو ښارونو په نیولو بریالي نه شول.

له کندوز څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې طالبانو نن د دې ولایت پر خان اباد ولسوالي بریدونه پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *