تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: داسې ښکاري چې د زلمي خلیلزاد د سولې په ماموریت دننه په امریکا کې هم شکونه زیات شوي او دا وېره پيدا شوې چې نوموړی د سولې پر ځای طالبانو سره د یوې معاملې په لټه کې دی.

له همدې کبله د امریکا د کانګرس د بهرني سیاست د کمېټې مسوول ایلیوټ اینګل له زلمي خلیلزاد څخه رسمي غوښتنه کړې تر څو د کانګرس عمومي غونډې ته د سولې د هوکړې د ګټو، تاوانونو او پایلو په اړه وضاحت ورکړي.

 ښاغلي اینګل، خلیلزاد ته په یو رسمي مکتوب کې لیکلي، امریکایان او افغانان غواړي پوه شي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ ډپلوماټیکه تګلاره او پالیسي څه ده؟

په دې لیک کې راغلي، کانګرس غواړي ډاډه شي چې امریکا په افغانستان کې د سولې هوکړه لاسلیکوي، نه دا چې له دغه هېواده د وتلو معامله.

ښاغلي اینګل خلیلزاد ته خبرداری ورکړی چې تر دې وړاندې یې هم دوه ځله ترې وضاحت غوښتی، خو خلیلزاد دواړه ځلې کانګرس ته له حاضرېدو تېښته کړې ده: (( موږ له تاسې محترم خلیلزاد څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې دا ځل د کانګرس غونډې ته راشئ او د ذکر شویو مسایلو په اړه موږ ته وضاحت راکړئ.))

 دا په داسې حال کې ده چې د خلیلزاد د سولې د مذاکراتي ماموریت په اړه په افغانستان دننه او امریکا کې اندېښنې زیاتې شوي او ټول مهم لوري په افغانستان کې د سولې د یوې هوکړې پر ځای طالبانو سره د یوې معاملې تشویش لري.

وړمه ورځ په افغانستان کې پاتې شویو ۹ امریکايي سفیرانو ګډه اعلامیه ورکړې وه او ویلي یې وو هغه مذاکرات چې خلیلزاد روان کړي دي په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته کوي.

دغه راز امریکايي پخواني جنرال جک کین ویلي وو چې له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو یو ځايي ایستل به د امریکا لویه تېروتنه وي.

بلخوا د امریکا پخواني دفاع وزیر جنرال جیمز ماتیس خبرداری ورکړی و چې د ټرمپ اداره که په افغانستان کې د عراق تجربه تکرار کړي نو دا به ډېره خطرناکه وي.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر خپل ټویټر ویلي وو، کابل له امریکا څخه د سولې د هوکړې په تړاو وضاحت غواړي.

دا خبره د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح پرون یوې کمپایني غونډې ته بیخي بربنډه کړه او ویې ویل، د سولې روانه پروسه سوله نه بلکې یوه دسیسه ده.

One thought on “کانګرس خلیلزاد ته: وضاحت راکړه چې افغانستان کې دې څه لوبه روانه کړې؟”
  1. اوس ثابته شوه چی خلیلزاد هم امریکی ته غل دی او هم مظلوم افغانستان ته، او غواړی چی امریکا نوره هم وشرموی او دا نمک حرام د جاهلو دوستانو کردار ترسره کوی او د بشریت لپاره مفیدوالی یی د لاسه ورکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *