تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: ولسمشر غني سبا له یو ۱۳ کسیز پلاوي سره امریکا ته ځي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څنګ به له ګڼو امریکايي چارواو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
که څه هم ارګ تر اوسه په دې اړه رسما خبرونه تایید کړي نه دي، خو د حکومت یوه مؤثقه سرچینه تاند ته وايي، چې د ولسمشر ملاحظات او اختلافات له زلمي خلیلزاد سره د سولې پر پروسه زیات شوي او ښاغلی غني غواړي دا مسایل د امریکا له لومړۍ درجه چارواکو سره مطرح کړي.
سرچینه زیاتوي، له نهم پړاو خبرو او کابل ته د خلیلزاد له راستنېدو وروسته نوموړي له ولسمشر غني سره له یکشنبې تر جمعې پورې څلور ځل کتلي دي او په ګڼو مسایلو د دواړو اختلافات د کمېدو پر ځای زیات شوي دي.