تان، شنبه: روانه میلادي میاشت چې تر ډیره له خونړیوو چاودنو او خپل منځې نښتو ډکه وه، د جګړې ډیری قربانیان هم ملکي وګړي وه
تازه د ملکي وکړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله هم د روان میلادي کال اګست میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت ګڼي او وايي چې په دغو وژنو کې د جګړې ټول ښکېل اړخونه شامل دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د جګړې په ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې د ملکیانو د خوندیتوب مسئلې ته پام وکړي.

د دغې ډلې مشر عزیز احمد تسل رسنیوو سره په خبرو کې ویلې چې د روان میلادي کال اګست میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

ښاغلي تسل که څه هم دقیق ارقام ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې په اګست میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله چې تر زرو زیات تلفات پکې موجود وو، هم ډېره وژنه شوې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د هرې میاشتې په لومړیو کې د تېرې میاشتې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه خپل راپور خپروي.

ښاغلي تسل دا څرګندونې داسې مهال کوی چې روانه سپټمبر میاشت چې لا په خپله لومړۍ لسیزه کې ده، هم په ډېر شمېر سره د ملکیانو د مرګ ژوبلې شاهده ده.

د افغانستان په ډیری ولایتونو کې اوس هم د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو تر منځ خپل منځې نښتې رواني دی چې ترډیره ترې د ملکي مرګ ژوبلې رواپورونه خپریږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *