تاند، شنبه، د سنبلې ۱۶: د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې ددې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ ټپيان شوي او ګڼ شمېر وسلې، مهمات او موټرونه ترلاسه او يو شمېر يې لمنځه وړل شوي دي.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر څخه خپره شوي خبر پاڼه وایي چې، د يادو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سيمې تصفيه شوي او همدا راز په بېلابېلو سيمو کې نوې پوستې ايجاد او سرتيري په کې مجهز ځای پر ځای شوي دي.

سرچینه همدا رنګه زیاتوي چې ، اوسمهال ياده ولسوالۍ بشپړه تصفيه شوې خو لا هم د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *