خبرپاڼه
ياد شوي نيشه يي توكي چې د تيروشلومياشتوپه اوږدوكې ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې د امنيتي ځواكونولخوا له قاچاق وړونكوڅخه نيول شوي ود پنجشنبې په ورځ د كورنيوچارووزارت لخوا د راغلي پلاوي اود هلمند د والي الحاج محمد نعيم اونوروامنيتي مسؤلينوپه وړاندې په عام محضركې وسوځول شول.
ددې نيشه يي توكود سوځولوپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې ياد شوي نيشه يي توكي د امنيتي اوكشفي ارگانونود هڅواوزيارپه پايله كې د تيروشلومياشتوپه اوږدوكې ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې نيول شوي چې د يوه لوړپوړي پلاوي په مخكې په عام محضركې وسوځول شول.
د نوموړي په وينا چې په دې ولايت كې د نيشه يي توكود مخنيوي په برخه كې نوي پلانونه جوړشوي چې په عملي كولوسره به يې په دې ولايت كې د كوكنارود كراوتارياكود توليد كچه نوره را كمه شي.
په همدې حال ددې ولايت امنيتي مسؤلين وايي چې له دې توكوسره د تړاوپه تور۱۴۸ تنه هم نيول شوي چې پخپل وخت عدلي ارگانونوته ورپيژندل شوي اوددې ترڅنگ ۳۹ عرادې ترانسپورتي وسايل هم چې پكې موټراوموټرسيكل شامل دي هم د امنيتي ځواكونولاس ته ورغلي دي.
د دوى په وينا چې په كلكه يې هوډ كړى چې په دې برخه كې به اوچت گامونه پورته كوي اود هغه كسانومخه به په كلكه نيسي چې د نيشه يي توكوپه توليد اوكاروباركې ښكيل دي.