تاند، شنبه، د سنبلې ۲۶ مه: افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام په ارګ کې، په کابل کې د هند له استوګن سفیر وینې کومار سره لیدلي دي.

له ارګه خپره شوي خبر پاڼه وایي، دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ او ټاکنو پروسې څخه د هند د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبر پاڼه زیاتوي ښاغلي غني د افغانستان او هند دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل، هند د افغانستان ښه دوست او ستراتېژیک ملګری دی.
نوموړي د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د زېربنايي پروژو په برخه کې د هند د هراړخیزې همکارۍ او مرستو مننه وکړه.

په کابل کې د هند سفیر وینې کومار د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه د ملاتړ ترڅنګ د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد به یې د افغانستان سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمي اسانتیاوي برابرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *